په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بنګله دېش رانا پلازې د قربانيانو ياد

بنګله دېش کې سلګونه خلک په مظاهره را وتلې دي - له هغه درې کاله وروسته چې د کالو ګنډلو یوه فابریکه - رانا پلازه ونړېده او تر ۱۰۰۰ ډېر کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د وژلو شویو کورنیو او خپلوانو د خپلو یاد ولمانځه، ګلان یې کېښودل او و یې ژړل. څارنوالان لا هم د عدالت او تاوان غوښتنه کوي