په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په ميانمار کې کب روزنه

که ځمکه لرئ او عايد مو کم وي، په بله لار مو فکر کړى؟ مينمار يا برما کې بزگرانو ته يوې مرستندويې ټولنې لار ورښودلې ده.

هلته د لرو پرتو سیمو ډېر خلک کبانو ته ورته له شتمنو خوړو او ښه عایده بې برخې دي.

اوس یوې نړیوالې څېړونکې ادارې "ورلډ فېش" دغلته د کبانو د وړو فارمونو په جوړولو د روزنې یو پروګرام پیل کړی دی چې هم د بزگر خواړه ورسره ښه شوي او هم يې گټه ډېره شوې.