په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندزو پر روغتون بريد "انساني تېروتنه"وه

کابل د امريکا له لورې د خپاره شوي هغه رپوټ هرکلى کړى چې وايي تېر کال د کندوز پر يوه روغتون بمباري تېروتنه وه او څوک په لوى لاس په کې نه و په نښه شوي.

هغه روغتون بې پولې ډاکترانو چلاوه. دغې مرستندويې ټولنې په وار وار د برید په تړاو د خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ده.

دوى د امريکا د پلټنو اوسنۍ موندنې هم نه مني.