په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اروپا ته د کډوالو مرګونی مزل

ټاکل شوې دا اوونۍ (د مې پر ۴ مه) اروپايي ټولنه يو داسې پلان رامخکې کړي چې له مخې به یې ترکانو ته له ويزې پرته اروپا ته د تلو لارې پرانيستل کېږي.

دا کار د هغه ګام بدل کې کېږي چې اروپا ته به ورسره د کډوالو لارې بندېږي.

له يونان او ناټو سره په همغږۍ د ترکیې کلکو تدبيرونو او بکان سیمه کې د پولو بندېدو اروپا ته د اېجه سمندرګي لارې د کډوالو پر مخ تړلې دي.