په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د زيکا ډار، کارپوهان وايي لا ډېر خطرناک دی

زیکا ويروس له هغه څه چې پخوا یې فکر کېده، ښايي لا ډېر خطر ناک وي.

دا خبره د نړۍ تر ټولو زيات اغېزمن شوي هېواد برازيل کې ساينسپوهانو کړې ده.

باور دی چې د زيکا ويروس له امله ماشومان له وړو سرونو سره زېږېږي.

کاروپاهانو بي بي سي ته ويلي دا ويروس ښايي د نورو زيان رسوونکو عصبي حالتونو تر شا هم وي.