په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې ناقانونه کيندنې

په افغانستان کې لاجورد او ځينې نورې گران بيه ډبرې په ناقانونه توگه استخراجېږي او اوس داسې ادعا شوې چې ورانکارې ډلې، جنگسالاران او ان طالبان ترې گټه اخلي.

هغه معدنونه چې په ليرې پرتو سيمو کې دي تر ډېره د وسله والو ډلو په لاس کې دي. کابل کې چارواکي وايي په دې تړاو بايد لا ډېر کار وشي.

اريا احمدزۍ پرې رپوټ لري.