په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

درېيمه برخه: له مرګ سره ډغرې، د داعش پر ضد جګړه

يوه ناعادي ډله، چې د داعش مرکزي ښار رقې دننه د دغو اورپکو په مخالفت خپل ژوند ګواښ سره مخ کړی.

تېره اوونۍ مو د يوې داسې ډلې ناعادي کيسه درته وړاندې کړې وه، چې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر وړاندې يې د همدوی مرکزي ښار رقې، له دننه مبارزه کوي.

دغه ډله چې ځان، "رقه په چوپتیا کې وژل کېږي"، په نامه بولي ځانونه يې د دې خبرې روښانولو لپاره لوی خطر کې اچولي، چې دغه ښار کې ريښتيا څه تېرېږي. دا يې د کيسې درېیمه برخه ده.