په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د غاليو صنعت

په کابل کې د غالیو مرکز جوړ شوی چې موخه یې د جوړونکو په وينا په نړۍ کې د افغان غالیو د مارکیټ پراخول دي.

افغان چارواکي هم دې کار ته خوشاله دي او وایي د دې صنعت د لا پرمختګ لپاره به د سوداګرو ستونزې هوارې کړي.

تر زراعت وروسته غالۍ په افغانستان کې تر ټولو مهم عايداتي توکي بلل کېږي.

کابل کې زموږ همکارې آريا احمدزۍ په همدې پلمه افغانستان کې د غالیو اوودنکو ژوند ته کتنه کړې.