په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کډوالو شمېر کمولو اروپايي هڅې بریالۍ ښکاري

داسې معلومیږي چې د اروپایي ټولنې هڅې چې غواړي د کډوالو د ورتګ شمېر را کم کړي، ښه سم اغېز کړی دی. د اروپایي ټولنې د پولو د څار اداره فورټیکس وایي، له ترکیې د یونان ټاپوګانو ته د ورتلونکو کډوالو شمېر د مارچ میاشتې په پرتله اپرېل کې نژدې۹۰ سلنه را کم شوی. دا د هغه تړون پایله ده چې د ترکیې او اروپایي ټولنې ترمنځ شوی دی. خو رپورټونه وایي دا تړون تر فشار لاندې دی.