په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د وېنزويلا اقتصادي کړکېچ

داسې ښکاري چې وېنزویلا کې سیاسي او اقتصادي کړکېچ د لا ژورېدو په حال کې دی.

ولسمشر نېکولس مادېرو خبرداری ورکړی چې هغه فابریکې به تړي، او څښتنان به یې زنداني کوي چې کاروبار او تولیدات يې درولي.

خو ډېری کاروباریان بیا وایي چې د اومه توکو د واردولو لپاره بهرنۍ پيسي نه لري.

دا خبردارۍ یوه ورځ وروسته له هغه ورکول کېږي چې ولسمشر مادېرو هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ او وېنزوېلا کې د وروستیو ګډوډیو پړه پر بهرنۍ لاسوهنې واچوله.