په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې د برېښنا مزو په تړاو لاریون

د برېښنا مزيو لېږدولو پر سر لانجې... کابل کې یې نن هزاره ګانو د بامیانو له لارې د غځولو په ملاتړ لاريون کړی. افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې د ننني لاريون د امنيت ساتلو له امله له امنيتي ادارو مننه کړې ده. لس ګونه زره هزاره توکمه نن افغان پلازمېنه کابل کې په لاريون وتلي وو.

په دې ټول بهير کې د پام وړ بده پېښه ترسترگو نه شوه.

ولسمشر غني لاريون د خلکو حق وباله. مظاهره کوونکو غوښتل له ترکمنستانه د لېږدېدونکې برېښنا مزي دې له ګڼ توکمه هزاره ولايت باميانو تېر شي.

سيد عبد الله نظامي یې نور حال له کابله په خپل رپوټ کې راکوي.