په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

حزب اسلامي سره جوړ جاړى به افغان سولې سره څومره مرسته وکړي؟

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي افغان دولت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې هوکړه ليک مسودې ته وروستۍ بڼه ورکړ شوې او د اسلامي ګوند پلاوي ته يي سپارلی چې خپل مشر ګلبدین حکمتیار ته یې واستوي.

دا چې د مسودې يا هوکړه ليک اصلي ټکي څه دي؟ دا احتمالي جوړجاړى به د افغانستان په وضعې په ځانگړې توگه امنيتي حالت او طالبانو سره په خبرو څه اغېز ولري؟ دا اونورې پوښتنې عنايت الحق ياسيني اونيز بحث کې د افغانستان د پوهنې پخوانی وزیر فاروق وردګ چې د اسلامي ګوند له لوري يې په خبرو کې برخه درلوده، ورځپاڼه لیکونکی مطیع الله اباسين اود چارو شنونکي مطيع الله خروټي سره څيړلې دي.