په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'حزب اسلامي سره به سوله طالبان هم خبرو ته وهڅوي'

د انځور حقوق AFP

افغان حکومت وايي حزب اسلامي سره به سوله طالبان هم وهڅوي چې په دغه بهیر کې ګډون وکړي.

افغان حکومت وايي هيله لري چې د گلبدين حکمتيار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې روانې هڅې به طالبان او نورې ډلې هم د افغانانو خپل منځۍ خبرو ته وهڅوي.

پرون رسنيو کې د افغانستان سولې شورا او اسلامي حزب ترمنځ د روغې جوړې پر يو سند سلا وشوه.

د دواړو خواوو ترمنځ دا سلا له څو مياشتو خبرو وروسته شوې ده. اوس تمه دا ده چې افغان ولسمشر او د اسلامي حزب مشر دواړه دا سند لاسليک کړي.

په سیاسي چارو کې د افغانستان د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک کابل کې زموږ له همکارې نجما ځلا سره خبرې کړي.