په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مصر لوېدلې الوتکه

مصر وایي هغوی د لوېدلي مصرۍ الوتکې پاتې شونې د مدیترانې سمندرګي په ختیځ کې موندلي دي.

د پوځ یوه وينا پاڼه وایي، د مساپرو کالي او بکسونه د مصر له شمالي سمندر غاړې ۳۰۰ کېلومتره لري موندل شوي.

دغه الوتکه په پنجشنبه له پاریس څخه قاهرې ته پر لارې وه چې په سمندر کې د ټولو ۶۶ مساپرو او عملې سره ولوېدله.