په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ماليزيا کې زاړه موټر

په ۲۰۱۵ کال کې د هغو موټرو بازار خورا تود و چې زاړه دي، رانيوونکي يې هم هغه کسان وو چې دا يې د راتلونکې لپاره پانگونه بلله.

کلاسیک موټرونه اوس تر هنري توکو، الماسو او نورو هغو شیانو چې په گرانه بيه پلورل کېږي، لا ښه بازار لري. ويل کيږي د دغه ډول موټرونو بېه تېر کال ۱۷ سلنه لوړه شوې.