په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چابهار سمندر ته د رسېدو لار

افغانستان او ايران سره سلا شوي چې په راتلونکو اوونيو کې د گډو اوبو په تړاو غونډه وکړي.

د افغانستان، ايران او هند مشرانو پرون تهران کې د چابهار بندر جوړولو تړون هم وکړ. د دغې جوړې له مخې به هند له سټارټيژيک پلوه دې مهم بندر جوړولو کې ۵۰۰ ميليون ډالره پانګونه کوي.

دا بندر به پر مځکه د پاکستان له لارې په ډډې کولو، افغانستان او مرکزي اسيا ته د هندي توکو او توليداتو رسولو يوه ټرانزيټي لار پرانيزي.

دا چې دا لار افغانستان ته د سوداګرۍ په برخه کې څومره ارزښت لرلی شي، نجما ځلا له کابله په خپل ریپوټ کې ورته کتنه کړې.