په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل: د ښاري پراختيا او سمون تکل

د ښاري پراختیا او سمون کمېسیون کابل کې د دارلامان ماڼۍ بیا رغونې چارې پیل کړې. افغان ولسمشر اشرف غني يوه داسې پروژه پيل کړې، چې له مخې به یې د ښاري پراختيا او سمون چارې پرمخ بېول کېږي. د دې پروژې له مخې به د کابل جنوب کې دار الامان ودانۍ هم رغېږي. دا ودانۍ د ۱۹۹۰ کلونو جګړې پر مهال ويجاړه شوې وه. کابل ښار چې د استوګنو شمېر يې تېره يوه لسيزه خورا زيات شوی په نړيواله کچه هم د چټکې ودې ښار بلل کېږي. نجما ځلا یې په اړه رپوټ لري.