په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ډېری افغان ماشومان اوس هم له بنسټيزو حقونو بې برخې دي

افغانستان د نړۍ تر ټولو ځوانه ټولنه بلل کېږي چې له نیمو زيات وګړي یې له ۱۴ کلنۍ ټیټ کوچنیان او تنکي ځوانان دي. له پرمختګونو سره افغان کوچنیان لا اوس هم ښه ژوند او يا زدکړو په څېر له بنسټيزو حقونو بې برخې دي. د ځينو شمېرو له مخې تېرکال په افغانستان کې د ټولې ولسي مرګژوبلې درېیمه برخه کوچنیان وو. د ماشومانو نړیوالې ورځې په درشل کې چې د جون پر لومړۍ ده، د بي بي سي آزادې جرګې د افغان کوچنیانو ستونزې او حل لارې څېړلې دي.