په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوريې معلولين

د هغو نژدې يو نيم ميليون سوريانو له ډلې چې د خپل هېواد له جګړې په تېښته اردن ته ورکډه شوي، شاوخوا يو پر درې یې د جګړې له امله معلولان يا هم جدي روغتيايي ستونزې لري.

د اردن حكومت دا خبره منلې چې د هر کس لاسنيوی يې له وسه نه کېږي.

دوی وايي د بنسټيزې پاملرنې له کچې زياتو اړمنو کډوالو ته د هراړخيز ملاتړ برابرولو لپاره لا ډېرو پيسو ته اړتيا لري.