په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پاکستان ولې د تورخم پر لار د افغانانو پر تګ راتګ بنديز لګولی؟

د پاکستان حکومت د تورخم پر لاره له ويزې پرته د افغانانو په تگ راتگ بنديز عملي کړى دى چې ورسره زرگونه کسان اغېزمن شوي دي.

په دې لاره هر ورځ له لسو تر پنځلسو زرو پورې خلک ځي او راځي.

په خپرونه کې په دې بحث کوو چې پاکستان ولې دغه گام اخېستو ته اړ شو، ايا دا د اوږدې مودې تگلاره ده، د دواړو هېوادو په وگړو، اقتصاد او سوداگرۍ باندې به يې اغېز څه وي.

دا چې لوى شمېر افغانان اوس هم پاکستان کې دي د دواړو هېوادو حکومتونه په دې برخه کې څه ځانگړې تگلاره لري؟

عنايت الحق ياسيني په دې کابل کې د پاکستان سفارت رسنیو د برخې مسوول، اختر منیر، د سرحدونو د چارو پخواني وزير سليمان لايق د چارو شنونکی طائر ځلاند سره په دې اړه خبرې کړې.