په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هلمند کې ناکراري

د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې امنيتي ځواکونه نادعلي او یو څو نورو ولسوالیو ته ورغلي چې د طالبانو د پر مختګ مخه ونیسي.

د بریتانیا دفاع وزیر کابل کې پر طالبانو غږ کړی چې د سولې بهیر سره ګډ شي. وايي، افغان ځواکونو تېرو لسو کلونو کې ډېر پرمختګ کړی او نړیواله ټولنه به یې ملاتړ نه پرېږدي.

د روانې اوونۍ په پيل کې گڼ افغان امنيتي ځواکونه هلمند ته ورسېدل. دواړې غاړې وايي يو بل ته يې درنه مرگ ژوبله اړولې ده. له کابله سید عبدالله نظامي نور حال لري.