په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اتل سوک وهونکی محمد علي مړ شو

د نړی یو تر ټولو تکړه سپورتي ستوری او اتل محمد علي د ۷۴ کلنۍ په عمر ومړ.

دی دا تېرې څو ورځې د امریکا د ارېزونا د فینیکس ښار په روغتون کې و. د درانه وزن اتل و.

له ۶۱ نړیوالو لوبو یې ۵۶ ګټلې دي. د مدني حقونو فعال هم و.