په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فلوجې د بيا نيولو جګړه

د عراق حکومت وایي، دوی به د هغو ادعاو پلتڼه وکړي چې وایي د فلوجې په جګړه کې ولسي وګړي نیول شوي او د شیعه ملیشو له خوا شکنجه شوي دي.

دغه رپورټونه هغه مهال را سربیره شول چې ۶۰۰ عراقیان په شمالي ښار کې خوشي شول.

د عراق حکومت د "اسلامې دولت" نومې ډلې له سخت مقاومت سره مخامخ دی او پوځ تر ډېره پر هوايي ځواک تکیه کوي.