په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د معدنونو له ناقانونه کيندنو طالبان او جنگسالاران گټه پورته کوي"

يوه لندن مېشته د فساد ضد اداره وايي په افغانستان کې "طالبان او نورې اورپکې" ډلې هر کال د معدنونو له ناقانونه کېندنو په ميليونونو ډالره ترلاسه کوي.

د گلوبل وېټنيس ادارې په خپل نوي رپوټ کې د بدخشان د لاجوردو کانونو ته پام کړى دى.

دوى ادعا کوي چې له دې کاروبار سره بې ثباتي پيدا کېږي. د دوى له اټکل سره سم په تېرو دوو کلونو کې له ناقانونه کان کيندنو تر نيمايي ډېره گټه یې طالبان ترلاسه کوي.

له کابله اريا احمدزۍ نور جزييات وړاندې کوي.