په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوريې ناورين: هوايي بريدونو مرګ ژوبله اړولې

سوریه کې ولسمشر بشارلاسد پارلمان ته ویلي چې د خپل هېواد هره لوېشت خاوره به بېرته نیسي.

د ده پوځ د روسیي په ملاتړ د یاغیانو او "اسلامي دولت" نومې ډلې تر ولکې لاندې سېمو کې په جګړه بوخت دي.

رپوټونه وایي چې ۱۲۶ کسان د حلب ښار په شپږ ورځنۍ جګړه کې وژل شوي دي، بي بي سي داسې ځانګړي وېډیو تر لاسه کړې چې تاوتریخوالي کې ایسار ولسي وګړي په کې ښکاري.

د دغه رپوټ ځېني برخه ښایي خوابدونکې وي.