په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اروپا کې د پنا غوښتنې چارو سختېدو د افغانانو د کډوالۍ بهير ټکنی کړی

اروپا ته د کډوالو پر ورتګ او هم په کې د پناه غوښتنې شرایطو کلکېدو د افغانانو د کډوالۍ بهير ټکنی کړی دی.

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او اېم، وايي د ۲۰۱۶ کال یوازې دريو لومړیو میاشتو کې، ۱۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

نجما ځلا له داسې کډوالو سره خبرې کړې، چې له دريو میاشتو ډېره موده یې اتریش ته پر لاره تېره کړې خو اوس بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.