په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د انګلستان او روسيې فوټبال مينه والو تر منځ شخړه

د اروپا فوټبال چارواکو په فرانسه کې د دغو لوبو روانې اتلولۍ پر مهال د روسيې او انګرېز فوټبال مینه والو ترمنځ د تاوتريخوالي پېښو پر سر د کرکې څرګندونه کړې.

يوېفا وايي په دې اړه ستونزې وې چې په مرسې لوبغالي کې د دواړو لوبډلو مينه وال سره بېل وساتل شي.

روسيه د انګلستان پر وړاندې د اروپا اتلولۍ ګروپي پړاو له دې لوبې مخکې او ورپسې د تاوتريخوالي د دې پېښو پايله کې له جدي بنديزونو سره مخامخ ده.

دې پېښو کې ۳۰ کسان ټپيان شوي.