په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اورلانډو ډزو له مرګونې پېښې وروسته د يووالي دريځ

په اورلانډو کې د ۴۹ کسانو ويشتلو پېښې د امريکا او نړۍ لروبر کې خلکو ته ټکان ورکړی دی.

دا پېښه چې عمر متين په کې د فلوريډا يوه شپني کلب کې ډزې وکړې، شاوخوا ۵۳ نور په کې ټپيان شوي هم دي.

د امريکا پلټنو فډرالي ادارې منلې چې د دغه وسله وال په اړه مخکې هم پلټنه شوې خو يو ګواښ نه و ګڼل شوی.

د پېښې له قربانيانو سره خواخوږۍ کې ګلان ايښودل شوي، او د نړۍ لروبر ورسره د يوالي څرګندونه شوې ده.