په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اورلانډو بريدګر د عمل تر شا څه وو؟

د هغه کس په اړه لار نور معلومات را څرګندېږي چې د امریکا په فلوریډا کې د همجنسخوښو د شپې په یوه کلب کې ګڼ شمېر کسان ووژل.

د امریکا په معاصر تاریخ کې دا د ډزو تر ټولو خونړۍ پېښه وه. دې کلب ته هغه کسان چې هر وخت ورځې د امریکا رسنیو ته ویلي چې عمر متین هم څو ځلې دغه کلب ته ورغلی په داسې حال کې چې نشه به وو او شخړې به یې کولې.

دا لا معلومه نه ده چې د دې وژلو تر شا، اصلي هدف څه وو.