په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ترکیې گرځندوى صنعت ۴۵سلنه را غورځېدلی

یو وخت ترکیه سېلانیانو لپاره د نړۍ شپږم مهم ځای و خو اوس دغه هېواد ته د ورتلوونکو مېلمنو شمېر تر پخوا ۴۰ سلنه کم شوى دى.

دې په ميلياردونو ډالره تاوان وراړولى دى. خلک د امنیتي اندېښنو له امله نه ورځي.

بله دلیل یې دا دی چې تېر کال ترکیې یوه روسۍ الوتکه را نسکوره کړه او له مسکو سره یې لانجه شوه.

اوس د هوټلونو او رسټورانونو څښتنان په وېره کې دي چې هغه پخوانی حالت به بیا را و نه ګرځي.