په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"پکتيکا کې يوه رسمي ښځينه ښوونکې هم نه شته"

د پکتيکا ولايت خلک وايي چې دوی د ښځينه ښوونکو نشتوالي له ننګونې سره مخامخ دي. د پکتيکا ټول نفوس نژدې یو میلیون اټکل شوی، او د خلکو په وينا يې د روغتيا او پوهنې برخه کې يې ستونزې خورا ژورې دي.

دوی وايي ولسوالیو کې لا څه چې خپله مرکز ښرنه کې یې هم لا د پوره وخت ښځينه ښوونکې نه شته.

سید ولي ناصر یې د حال پوښتو ته ورغلی.