په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرنې ته د مېرمنو هڅونه

د افغانستان د بلخ په ولايت کې د کرنې رياست په سلگونو مېرمنو ته د کرنې په برخه کې د روزنې چارې پيل کړې دي.

دا هغه مېرمنې دي چې د کورنۍ د نفقې مسووليت ور په غاړې دى.

د کورني بڼ په نامه دا پروگرام د ميوو ساتلو او وچولو چارې ښځو ته ورزده کوي.

هيله دا ده چې دغه مېرمنې له اقتصادي پلوه پر خپلو پښو ودرېږي. امير بريال د دوی د کار ليدو ته ورغلى.