په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له اروپايي ټولنې د بريتانيا وتل او کډوال

د فرانسې شمال کې مخکښو سياستوالو پر ولسمشر اولاند غږ کړی چې له دې رایې ورکونې وروسته دې د انګلستان کانال فرانسوي اړخ کې د کډوالۍ پاڼو کتلو تدبيرونه لغوه کړي.

د يوه جوړجاړي له مخې چې څه د پاسه يوه لسيزه مخکې پرې هوکړه شوې، بريتانيا په کلې کې پاڼې او سندونه کتلی شي چې له مخې یې بریتانيا ته د تلونکو کډوالو مخنيوی وکړي. د فرانسې حکومت ټينګار کوي اوسنی جوړجاړی نه بدلېږي.

له اروپايي ټولنې د وتلو رايې فرانسه کې هم غږونه پورته کړي، او وايي بريتانويان دې د کډوالو مخنيوي تدبيرونه خپلې غاړې ته ولېږدوي.

بله پرمختيا بيا د سکاټلنډ له مشرې وزيرې نيکولا سټرجن له لوري راغلې، چې وايي د سکاټلنډ پارلمان ښايي له اروپايي ټولنې د برتانيا وتل په عملي ډول وېټو کړي، او قانوني هوکړه ورنه کړي.

د دې څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې يوه نوې نظرپوښتنه ښيي د سکاټلنډ د خپلواکۍ پلوي اوس ۵۹ سلنې ته رسېدلې ده.