په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

تونس غواړي د ټکنالوژۍ پر مرکز بدل شي

ټکنالوژۍ تېرو دوو دريو لسيزو کې خورا ګړندی پرمختګ کړی- او اوس ډېر هېوادونه زيار باسي په مټ يې بېلابېلو برخو کې په پرمختګ کې اوچت ګامونه واخلي.

يو هم تونس دی، خو دغه هېواد به خپل ځان د ټکنولوژۍ په يوه افریقايي مرکز بدل کړی شي؟

د تونس حکومت يو پروګرام پيل کړی چې له مخې يې غواړي يو ډيجيټلي اوښتون ته لار پرانېزي، يو داسې بدلون چې هيله لري د دغه هېواد لوړ شمېر بېکاره ځوانان پرې بېرته کاري ځواک ته وروکاږي.