په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د پاکستان يوې ناندريزې مدرسې ته پيسې

د خيبر پښونخوا حکومت پر هغې پرېکړې سختې نيوکې شوي چې غواړي يوې ناندريزې مدرسې ته درې سوه ميليونه کلدارې ورکړي.

دا پيسې د صوبايي حکومت په کلنۍ بوديجه کې په اکوړه کې دار العلوم حقانيه مدرسې لپاره د ځانگړې مرستې په توګه بېلې شوې دي.

له همدې مدرسې د طالب غورځنگ د مشرتابه گڼ کسان فارغ شوي دي. گوتنيونکو يې بيا له داسې مدرسو سره مرستې د توندلارۍ لاسنيوی بللی دی.

زموږ همکار خداى نور ناصر پرې رپوټ لري.