په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

علي حیدر ګيلاني: له رواني پلوه ډېر ځورول شوی یم

له بي بي سي سره په مرکه کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر یوسف رضا ګېلاني زوی وايي، د القاعدې اورپکو د يرغملۍ په ورځو کې نه دى وهلى، خو له رواني پلوه يې د ده د ماتولو هڅه کړې ده.

علي حیدر ګېلاني درې کاله وړاندې ملتان کې د سیمه يېزو ټاکنو لپاره کمپاین کاوه، چې وتښتول شو.

نوموړی درې اونۍ وړاندې په افغانستان کې خوشې شو.