په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کوټ کې د داعش او افغان ځواکونو تر منځ نښته

د افغانستان د ننگرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د داعش وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ په شپږمه ورځ هم نښتې شوې دي.

د افغانستان د ملي امنيت شورا مشر حنيف اتمر هم نن چارشنبه د جون ۲۹مه ننگرهار ته ورغلى و چې د دغو نښتو په تړاو خبرې وکړي.

ځايي چارواکي وايي له داعش وسله والو يې ځينې سيمې نيولي او دواړو غاړو ته مرگ ژوبله اوښتې.

سيد عبدالله نظامي د کوټ ولسوالۍ ته ورغلى و.