په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ډېوېډ کامیرون:‌ د یو بل نه زغمل نه شو زغملی

د برېتانیا لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون خپل هېواد کې د کډوالو او نورو اروپايانو پر ضد د ځورونې او کرکې پېښې غندلې دي.

دا پېښې له اروپایي ټولنې نه د بریتانیا د ټولپوښتنې له پایلې وروسته ډېرې شوي دي.

ښاغلي کامیرون وېلي چې حکومت به یې د یو بل نه زغمل و نه زغمي.

همدارنګه لومړي وزیر د اروپايي هېوادونو هغو وګړو ته چې په بريتانیا کې اوسېږي ډاډ ورکړی چې د استوګنې په حقونو کې به یې سملاسي بدلون نه راځي.