په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

هنګري وايي له کډوالو سره له زوره کار نه اخلي

د هنګري حکومت د ملګرو ملتونو هغه تورنه ردوي چې وايي د کډوالو د ایستلو لپاره له ډېر زوره کار اخلي.

دوی له هغه راهیسې چې تېره اوونۍ یې سخت قانون را منځته کړ تر اوسه ۶۰۰ کسان شړلې دي. په سوېل کې یې له سربیا سره پوله هم لس زره سرتېري او پولیس څاري. د دغه ډول سخت چلند له پیلولو سره د سربیا پر غاړه ډېر کډوال په کمپونو کې ایسار پاتې دي