په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د "اسلامي دولت" نومې ډلې د مرکزونو انځور

له هغه راهيسې چې دوه کاله وړاندې "اسلامي دولت" نومې ډلې د خپلې بڼې دولت د جوړښت اعلان کړی، د عراق او سوریې هغو برخو کې د ژوند په اړه ملومات ډېر کم دي، چې د دوی تر ولکې لاندې دي.

خو اوس په داسې حال کې چې داعش اورپکي په شا تمبول کېږي، تر ولکې لاندې سيمو يو انځور يې په راوتو دی.

دا د بي بي سي خبريال ژيار ګل ځانګړی راپور دی، چې له کوردي جنګياليو سره په سفر ملګری شوی، او د سوريې منبېج سيمه کې د "اسلامي دولت" ډلې مرکزونو ته ورغلی و.