په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ترافيکې پېښو د مخنيوي هڅې

1- د ټکان عمل څومره اغېز لري...؟ ځوانان يې په خيالي واقعيت کې د پايلو په کتلو د دې زده کړه کوي چې څنګه د لارو کوڅو له ټکرونو ډډه کولی شي..

په بريتانيا کې يو پر څلوره موټر چلوونکي چې عمرونه یې له ۲۴ ښکته دي، له خپلو ازموينو وروسته دوو کلونو کې ټکر کوي.

دا چې دغه ډول پېښې کمې شي، په يوه هڅه کې يو نوی ډول ازموينه رامخکې شوې چې له مخې يې مهارتونه ښه او هم پر لارو او سړکونو تګ راتګ خوندي شي.

ځينې موټر چلوونکي د خيالي واقعيت سترګيو په کارولو زده کړه کوي، او پرته له دې چې څه ژوبل شي د ټکر پېښه تجربه کوي.