په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کابل خونړي بريد کې د وژل شويو جنازې وشوې

افغان پلازمېنه کابل کې د بريد قربانيانو جنازې وشوې، چې د ښار لوېديځ کې يې مراسمو ته ګڼ شمېر خلک ورغلي وو.

ولسمشر اشرف غني هم نن يکشنبه (۲۴ جولای) خپل هېواد کې ملي وير اعلان کړی دی.

د روښنايي غورځنګ پر لاريونيانو پروني بريد کې د وژل شويو شمېر ۸۴ ته رسېدلی دی. ځينې کورنۍ لا تر اوسه د خپلو ورکو شويو غړيو لټون کوي.

سيد عبد الله نظامي له کابله وروستی حال وړاندې کوي.