په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

اروپا ته پر لار د ورکو افغانانو لټه

د یو شمېر افغانانو کورنۍ پر انټرنټ خپل هغه خپلوان لټوي چې اروپا ته پر لاره ورک شوي. ډېری افغان کډوال توانېدلي ځانونه اروپا ته ورسوي، خو ځینې د مدیترانې اوبو کې ډوب شوي او ځینې لا هم ورک دي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې دغو کورنیو سره د عزیزانو لټه کې مرستې لپاره ځانګړې پاڼه جوړه کړې.