په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نړۍ تر ټولو اوږد خوراک بندي پای

يوه هندۍ سياسي فعاله چې له تېرو ۱۶ کلنو يې خوراک نه کاوه، اوس يې پتېيلې چې د نه خوړو خپل اعتصاب پای ته ورسوي او سياسي فعاليت پيل کړي. اېرم شرميلا يوې محکمې ته ويلي پلان يې دا دی چې د هند راتلونکو ټاکنو کې سيالۍ ته ورګډه شي. دې ته اوس د ضمانت ازادي ورکړل شوې، سره له دې چې بيا به هم بند کې پاتې وي او له رسنيو سره د خبرو اجازه نه لري.