په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د حافظ سعید وژنه او پر داعش یې اغېز

پنټاګون (د امریکا دفاع وزارت) اوس تایید کړې چې پاکستان او افغانستان کې د 'اسلامي دولت' نومې ډلې مشر حافظ سعید وژل شوی دی.

سرچینې ویلي، چې نوموړی په ختیځ ولایت ننګرهار کې د هوايي ځواکونو د برید ښکار ګرځېدلی.

د حافظ سعید د وژنې لومړی پخلی څلور ورځې مخکې د ننګرهار سیمه ییزو امنیتي چارواکو کړی و، دغه چارواکي انګیري چې د حافظ سعید مرګ به دداعش جنګیالي په وړو ډلو ووېشي.

زموږ همکار عنایت الحق یاسیني په ننګرهار کې له یوه مهم امنیتي چارواکي داد محمد حریفي سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې ددغه قومندان د وژنې د کره کولو لپاره څه اسناد او شواهد لري؟