په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ولې یوه لسیزه کې ۴۰ میلیارده افغانۍ سوځول شوې

افغانستان کې هر کال تر ۶ میلیارده افغانیو بانک نوټونه په دې سوځول کېږي چې زاړه وي. یوازې په تېرو ۱۰ کلونو کې شاوخوا ۴۰ میلیارده افغانۍ له همدې امله له چلنده وتلې او پر ځای یې نوي بانک نوټونه چاپ شوي دي. د هر بانک نوټ د چاپ لګښت شاوخوا درې افغانۍ کېږي چې هر کال د حکومت له بودیجې یوه زیاته اندازه پیسې پرې لګول کېږي. نور حال د نجما ځلا په دغه رپوټ کې.