په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ایټالیا کتانیا بندري ښار کې د ماشومو کډوالو حال

اوس هم ډېر کډوال اروپا ته د رسېدو لپاره ډیر خطرونه ګالي او له کړاوه ډکو لارو باندې مزلونه کوي. ځېني یې له جګړو تښتي او ځېني بیا له بي روزګارۍ او بي وزلۍ ځانونه خلاصوي. یوازې سږ کال دوه زره او اوه سوه کسان اروپا ته پر لاره مړه شوي دي. بي بي سي د ایټالیا کتانیا بندري ښار ته ورغلې او له ځېنو کډوالو ماشومانو سره یې کتلي.