په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل کې پر افغان-امریکايي‌ پوهنتون برید

تېره شپه وسله والو د افغانستان پلازمېنې کابل په دارلامان سیمه کې پر افغان - امریکايي پوهنتون برید وکړ.‌

یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته وویل، بریدګرو لومړی له چاودیدونکو توکو ډک موټر ته چاودنه ورکړه او یو شمېر بریدګرو غوښتل پوهنتون ته ننوځي، خو په وینا یې د پوهنتون ساتونکي توانیدلي، چې مخه یې ونیسي.