په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

جمرود کې مخدره توکي

پاکستان د جمرود په قبايلي سيمه کې په سلگونو هغه دوکانونه وران کړي چې وايي مخدره توکي يا د ځايي خلکو په وينا منشيات يې پلورل.

چارواکي وايي دلته له چرسو او اپيمو نيولې تر هيروين او شرابو هر څه موندل کېدل. له همدې ځايه د پاکستان نورو سيمو ته هم دا توکي تلل.

د ډيورنډ کرښې ته نژدې قبايلې سيمې په دې وروستيو کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د پوځ د عملياتو شاهدې وې. له جمروده زموږ همکار رفعت الله اورکزى نور معلومات لري.