په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان حکومت غواړي د ښځینه پولیسو شمېر ډېر کړي

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې په راتلونکو اوو کلونو کې غواړي ۱۰ زره ښځې پوليس ځواک ته ور گډې کړي. يوازې امنيتي څانگه نه، بلکې د ژوند په هره برخه کې د افغان مېرمنو ونډه کمه ده. بي بي سي پښتو تلويزيون ته ويل شوي چې په افغانستان کې د ملکي مامورينو يوازې ٢٥ سلنه یې ښځې دي. دا شمېره په خصوصي سکتور کې تر دې هم کمه ده. کريم حيدري یې په اړه رپوټ لري.